IQNA

جان کیري: ایرانیان یو ویاړمن  ملت دی/ ایټمي پوهه په بمباریو نه ختمیږي

16:46 - June 26, 2025
د خبر لمبر: 3491319
ایکنا - د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري ویلي، ایرانیان یو ویاړلی ملت دی او ایټمی پوهه په بمبارولو  له منځه  نشي وړل کېدلی.

ایکنانیوز د تسنیم خبري اژانس  له قوله راپور راکوي، جان کیري له  سي‌اېن‌اېن خبری چینل سره په یوې مرکې کې د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د پوځي اقداماتو په اړه خبرداری ورکړ او وې ویل، حتی که تاسیسات ویجاړ هم شي، ایټمی پوهه او تجروبه به بیا هم پاتې وي.

جان کیري، چې د ایران د ایټمی پروګرام په اړه د نه‌ثابتو شویو ادعاوو د نه اثبات  کیدا په اساس ګرځولو سره وویل: «تاسو د بم جوړولو پوهه په بمبارولو سره   له منځه نه شئ وړلی. تاسو د هغوی پرمختللې پوهه  له منځه نشئ وړلی. هغه زیاته کړه:  تاسو هغه  زیات  شمېر ټيکنیشینز، چې کلونه یې په دغې پروژې  کې کار کړی، په بمبارولو سره  نه شئ ختمولی.

هغه وویل، پوځي رودې  یوازې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو پیاوړتیا نوره هم زیاتوي.،دا د هیچا لپاره ښه نه ده.

جان کیري، چې د اوباما پهپړاؤ کې ئې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په مذاکراتو کې مهم رول لوبولی و، له ایران سره د خپلو مذاکراتو د تجروبو په اړه وویل؛ زه فکر کوم باید د ټاکنو په اړه حقیقت پال واوسو. ایرانیان یو ډېر ویاړلی او غرور لرونکی ملت دی. ما په مذاکراتو کې یو هغه څه  چې زده کړل، د هغوي د ویاړ لوړه سویه  ده .

هغه زیاته کړه:  دوی همدارنګه د اسرائیلو د له منځه وړلو لپاره ژمن دي. دا د هغوی په سیاست کې یو کلتوري او تقریباً مذهبي جز دی. نو، دا ویل چې څه شی به هغوی بېرته د مذاکرې مېز ته راولي، ډیر ګران  دي.

 https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/04/05/3342859

captcha